
د هلمند د عامې روغتيا رياست نن (يکشنبه، د اپرېل ١٢د وري ٢٣) د واکسين د درېيم پړاو په مناسبت يوه غونډه جوړه کړې وه .
هلمند افغانستان يو له هغو وروسته پاتې ولايتونو څخه دی، چې په ١٣ ولسواليو کې يې روغتيايي خدمتونه ډېر لږ ترسترګو کېږي او د ډز او ترپ بريدونو ډېر خبرونه ترېنه ورکول کېږي .
تر دې وړاندې د همدې ولايت په پنځو ولسواليو (بغني، موسی کلا، نوزاد، نادعلي، مارجه او لښکرګاه) کې د واکسين کمپاين پيل شوی و، خو د ناامنيو له امله بشپړ نه شو .
د هلمند روغتيايي چارواکي وايي چې په تېر کمپاين کې يولک ماشومان له واکسينولو پاتې شوي دي .
د دغه ولايت د روغتيا ريس ډاکټر عنايت الله غفاري وايي چې د ګوزڼ ضد په دغه راتلونکي درېيم پړاو به له يوې ورځې نيولې تر پنځو کلونو پورې ماشومان واکسين کړي .
ښاغلی غفاري زياتوي چې لاهم په دغه ولايت کې شاوخوا پنځه لکه ماشومان د ګوزڼ ضد له واکسينو پاتې دي .
نوموړی وايي چې افغانستان د نايجريا، هندوستان او پاکستان ترڅنګ يو له هغو هېوادونو څخه دی، چې د ګوزڼ پېښې په کې ډېرې دي .
ډاکټر عبدالاحد چې په هلمند کې د واکسين مسؤوليت پرغاړه لري، وايي چې د دغه ولايت په ټولو ولسواليو کې به د واکسين کمپاين پلی شي .
نوموړي وويل چي په دغه كمپاين كې به ٢٢٥٠ رضاكاران ١٩٠ سوپروايزران او ٢٢كورديناتوران دنده ولري .
ده زياته كړه كه چېرې يوماشوم د پوليو له واكسين څخه پاته شي، ښايي ګوزڼ نورو ته هم سرايت وکړي
